اسلام آباد 25دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح 148مې زېږيدنې ورځ په موقع هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي چې نن مونږ د قام بابا ته قام لپاره د خذماتو په ترسره كولو سلام كوو۔قائداعظم محمد علي جناح د يو سياسي جدوجهد د لارې تاريخ بدل كړې٬ د قائداعظم محمد علي جناح د وژن٬عزم او استقلال په سبب د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد جو??ول ممكن شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د قائداعظم محمد علي جناح 148مې زېږېدنې ورځې په موقع په خپل پیغام كښ?? ده ووئيل زمونږ تاريخ په يو نازك دور كښ?? د قائداعظم محمد علي جناح قيادت د هغه د غېر معمولي صلاحيتونو ثبوت دے۔قائداعظم محمد علي جناح د يو وكيل او آل انډيا مسلم ليګ لارښود په توګه د مسلمانانو د حقونو بشپړه وكالت كړې۔هغه د پاكستان مقدمه په ښه ډول او ضاحت سره وړاندې كړې۔هغه د يو داسې جلا هېواد په حاجت زور راوړې چرته چې مسلمانان په آزادۍ سره په خپل مذهب عمل وكړي او د خپل كلتور او سياسي او معاشي حقونو ت??فظ وكړي۔ده ووئيل په 11 اګست 1947 د پاكستان دستور ساز اسمبلۍ ته د هغه تاريخي خطاب نن هم زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔په خپل تقرير كښ?? هغه د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړې چرته چې د قانون حكمراني وي٬د اقليتونو د حقونو ت??فظ كولې شي او ټول وګړي يو برابر وي۔صدر مملكت ووئيل مونږ په بېلو څانګو كښ?? په زړه پورې پرمختګ كړې خو د يو څوكاله او په انصاف اډانه قوم جو??ېدو مزل اوس هم روان دے٬مونږ له به د ځوانانو په تعليم سرمايه كاري كول وي او د پاكستان روښانه سباؤن لپاره به هغوي له علم او هنر وركول وي٬مونږ له د ټولنې كمزورې طبقو ښه والي لپاره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نن كله چې مونږ د قائداعظم د زېږېدنې ورځې لمانځو نو راځۍ چې مونږ د قائداعظم نظريات په خپل ذاتي او اجتماعي ژوند كښ?? د شاملولو عهد پخلې وكړؤ۔د هغه ښودلې شوې”اتحاد٬يقين٬محكم او تنظيم”اصول د لارې مشال جو?? كړؤ۔راځۍ چې د يو داسے پاكستان د جو??ولو عزم پخلے وكړو كوم چې په حقيقي معنو كښ?? د قائداعظم د وژن عكاسي كوي۔