اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پی پی)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير مدد علي سندھي وئېلي دي د پاكستان د پرمختګ راز د هنرمندۍ تعليم او تربيت سره تړلے دے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نېشنل سكلز يونيورسټي اسلام آباد كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سكيم له مخې زده كوونكو كښې د ليپ ټاپ تقسيم لپاره راجوړې كړې شوې دستورې ته په وينا كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل د نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره دا ضروري ده چې په ټولو صوبو كښې نور سكلز ډوېلپمنټ ادارې جوړې كړی شي چرته چې د شارټ كورسز له مخې ځوانان خپلواكه جوړ كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د مستقبل دارومدار د هنرمندۍ اعلٰی تعليم او تربيې سره تړلے د?? ځكه چې دا هغه تعليم دے كوم څخه چې ځوان نسل د خپل ځان لپاره د روزګار موقع?? لټولو او د هېواد پرمختګ كښې خپل كردار ادا كولې شي۔لنډ مهاله وفاقي وزير د نېشنل سكلز پوهنتون په دوره د خوشحالۍ او اطمينان څرګندونه وكړه او وې ووئېل د پوهنتون نصاب تعليم او تربيت نظام كوم چې زيات مهم دے دا په نورو صوبائي پوهنتونونو كښې هم د نافذ كولو ضرورت لري۔په دې موقع د نېشنل سكلز پوهنتون اسلام آباد وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر محم?? مختار د خاص مېلمه په وړاندې د پوهنتون د ابتدا نه تراوسه ارتقائي سفر او د پوهنتون په كاميابو رڼا واچوله۔