اسلام آباد۔21دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چی??رمین محمد صادق سنجراني د ’’نیشنل ورکنګ ویمن ډے‘‘ په قامي ورځ هغه مېرمنو له د زړه له كومي مبارکي وركړې څوك چې په بېلا بېلو څانګو كښې خدمات تر سره كوي او د پاکستان په ترقۍ كښې خپل په زړه پورې كردار ادا كوي۔ د سینیټ سیکرټریټ ??ر مخه خپل پیغام كښې ده ووئېل د هېواد په اقتصادي ترقۍ كښې هم د خواري كښو مېرمنو مهم کردار شته۔ چی??رمین ووئېل ورک فورس كښې د شاملېدونكو مېرمنو زياتېدونكې شمېره د دوې د صلاحیتونو ښكاره ثبوت دے، د تېرو څو كلونو په مهال د پاکستان حکومت او پارلیمان د كار په ځائے د مېرمنو لپاره غیر معمولي ګامونه ??ورته كړي چې پكښې مېرمنو له د كار په ځاے د ځورونې په خلاف قانون سازي هم شامله ده۔ چی??رمین ووئېل “د مېرمنو ځورونې په ضد د تحفظ ایکټ” د مېرمنو لپاره محفوظ او سازګار ماحول باوري كولو لپاره زمونږ د لوظ عکاسي كوي ، ده ووئېل د پاکستان پارلیمان د غیر امتیازي ماحول، یو ډول پرمختګ موقعو وركولو، د زېږدنې په وخت د رخصتيو وركولو غوندې ??نتظامات په باوري كولو مېرمنو له د كار په ځائے د اختیار وركولو له په زړه پورې هڅې كوي دغسې چې مېرمنو له د كار په ځائے جامع او مرستياله ماحول وركړے شي ، ده ووئېل كار كوونكو مېرمنو له د معاون ماحول وركولو لپاره د “میټرنټي او پیټرنټي لی?? ایکټ، 2023” ستائنه ??وو ،د دغې ایکټ څخه د سروس په مهال د ماشوم په زېږدنه ??کمل تنخواہ سره په وړومبي ځل د 180 ورځو ،دوئم ځل د 120 ورځو او په دريم ځل د 90 ورځو رحصتۍ وركولې شي ، د دې ??قدامات د لارې مونږ د يو داسې ټولنې تعمیر غواړو چرته چې د ښځې صلاحیتونه ??پېژندلے شي او لا زيات كړے شي ۔