اسلام آباد۔4 فروری(ا?? پی پی) د پاكستان لخوا غزه لپاره ?? بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان 5 مه جوپه د اتوار په ورځ روانه كړې شوې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وياندې ووئيل چې د پاکستان ائی?? فورس د سی 130 د لارې د يخنۍ م??سم په خېمو ٬ ترپالونو او كمبلو مشتمل د مرستې سامان لېږلے شوے دے۔ دا پرواز به د مصر العريش ښار ته ځي كوم به چې د پاكستاني سفارت عمله ترلاسه كړي او دغې ځايې څخه به وړاندې لېږلے شي۔ وياندې ووئيل چې دا مرسته د هغه عزم تسلسل دے كوم چې پاكستان د غزه د اولس ضرورتونه ?? بشري خواخوږۍ په بنياد ترسره كولو له كړے دے۔