اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې زه د پاكستان اولس په خاص توګه هغو مېرمنو ته ??ې د سختو ستونزو باوجود په لويه شمېره ب??ر راووتلې او د جمهوريت د مضبوطولو لپاره يې ووټ وركړو مباركي وايم۔ هغه ځوانان هم د ځانګړې ستاینې وړ دي ??ې د رایې ورکولو په ب??یر کښې په سولییزه توګه ګډون کولو سره يۍ د هېواد واګې په خپلو لاسونو كښې د اخستلو پرېكړه كړې ده۔ د دوئي په جمهوريت باور ٬ جذبې او د ملت تعمير كولو عزم به كه پاك پروردګار ته منظور وي تاريخ رقم كړي۔ د اتوار په ورځ په اېكس خپل ټويټ كښې ده ووئيل سختو مالي ستونزو څخه وتلو ٬ د ګر??نو پرېكړو كولو او د تېر وخت تاؤ تريخوالې لرې كولو له يو حقيقت مېنډېټ ضروري وو كوم چې په نظر راځي۔ مونږ له ب?? د دې جذبې جشن لمانځل وي او نړۍ ته ب?? د پاكستان دا ښګلې څېره ښودل وي۔ ده ووئيل په زړه پورې سباؤن زما باور لا مضبوط شوے دے ولې چې خلقو په لويه شمېره كښی د خپلې خوښې او مرضۍ څرګندونه كړې ده۔ زما د وګړو د دې عظيم مېنډېټ بايد احترام وكړے شي او پراخا زړه سره دې تسليم كړے شي۔ بې شكه پاك پروردګار په پاكستان ډېر مهربانه دے۔ ده ب??نه وركړه چې زما وګړو پاسۍ او يو موټې شۍ ٬ ټول په ګډه د ب??ا ودانۍ كار پېل كړۍ ٬ نړۍ ستاسو په تمه ده۔