اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف وئيلي دي چې د سنی اتحاد کونسل د مخصوص چوكو معامله الېکشن کمېشن سره ده هغوې دې د الیکشن کمېشن د پريكړې انتظار وكړي دلته د هر يو غړي د فارم 45 او فارم 47 كتنه كيدې نه شي ٬ مونږ د الیکشن کمېشن د ن??ټی??کیشن نه علاوہ بله كومه ذریعه نه لرو۔د جمعې په ورځ د قامی اسمبلۍ غونډې په پيل د سنی اتحاد کونسل غړو په ايوان كښې غوبل هنګامه جوړه وكړه۔ د عمر ایوب خان په نقطه اعتراض سپیکر رولنګ وركولو سره ووئيل هغه ټول غړي د كومو چې د قامي اسمبلۍ غړي په حیثیت سره الیکشن کمېشن ن??ټی??کیشن جاری کړې هغوې د دې ایوان معزز غړي دي۔ عمر ایوب خان ووئيل دا ایوان مکمل نه دې۔مونږ تيره ورځ هم ??بره كړې وه چې س??یکر دې په دې اړه رولنګ وركړي۔انتخابی عمل زمونږ د ميرمنو غړو غير موجودګۍ كښې د قانون خلاف ورزي ده۔مونږ انصاف او د قانون بالادستی غواړو۔ رانا تنویر حسېن ووئيل كال 2018 الیکشن كښې په لويه توګه ټګي شوې وه۔هغه وخت د مسلم لیګ (ن) اکثریت په اقلیت كښې بدل شوې ؤ۔سنی اتحاد کونسل د خپل ګوند د فو??م څخه ټاكني نه دي كړي۔بايد هغوې د الیکشن کېشن سره رجوع وكړي۔سپیکر رولنګ وركړو چې د مخصوص چوكو په اړه سنی اتحاد کونسل الیکشن کمېشن ته رجوع کړې ده هغوې دې د الیکشن کمېشن د پريكرې انتظار وكړي په دې لړ كښې اصل فو??م الیکشن کمېشن دې۔