اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسح??ق ډار د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبدالله سره ټيليفوني خبرو اترو کښې د پاکستان او سعودي عربستان ترمينځه د مضبوطو دوه اړخيزه اړيكو په اړه د خيالات?? څرګندونه وكړه او په بېلا بېلو څانګو كښې يۍ د همكارۍ لا مستحكم كولو موقعې ولټولې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خبرو په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او سعودي عربستان ترمېنځه روانه ژوره او تلپاتې همكاري په ډاګه كړه۔ دغسې د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان د پاكستان دورې د تياريانو جاج هم واخستے شو۔ د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسح??ق ډار ووئيل مونږ د ولي عهد د پاكستان دورې ته سترګې په لار يؤ۔ خارجه وزيرانو د غزه په سخت صورتحال او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو پېښو د خيالات?? څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د ګډې هڅو او مذاكراتو د لارې په سيمه كښې امن ته وده وركولو له د خپل عزم پخلے هم وكړو۔