لاهور 13 جون (اے پي پي) د پنجاب حکومت مالي كال 25-2024 لپاره د 5446 اربه روپو حجم ټيکس فري سرپلس ??جټ وړاندې كړو٬ د خزانې صوبائي وزير مجتبي ٰشجاع الرحمن د زيارت په ورځ صوبائي ??جټ وړاندې كولو ٬ په ??جټ كښې د ټيکس ريونيو په مد كښې د وصولو اندازه 488.432 اربه روپۍ لګولې شوې ??و د نان ټېكس ريونيو په مد كښې 802.560 اربه روپو نه زياتې د بېلولو ??جو??ز وركړے شو٬ د مجموعي آمدن اندازه 4643 اربه 40 کروړ روپۍ لګولې شوې ، وفاق څخه به د اېن اېف سي په مد كښې د قابل تقسيم محاصل څخه پنجاب ته د 3683 اربه 10 کروړ روپۍ ترلاسه كېږي ??و د صوبائي محصولات په مصد كښې د تېر كال څخه 54 فيصده اضافې سره 960 اربه 30 كروړه روپۍ اندازه لګولې شوې چې پكښې د پنجاب ريونيو اتھارټۍ څخه 25 فيصده اضافې سره 300 اربه روپۍ٬ بورډ آف ريونيو څخه 6 فيصده اضافې سره 105 اربه روپۍ ??و د محکمه ايکسائز څخه 25 فيصده اضافې سره 57 اربه روپۍ محصولات تر لاسه كول متوقع دي۔ د خزانې صوبائي وزير ووئيل د نان ټيکس ريونيو په مد كښې د را??لونكي مالي كال په مهال 111 فيصده اضافې سره 488 اربه 40 کروړ روپۍ اندازه لګولې شوې ۔ ده ووئيل د را??لونكي مالي كال په مهال به د تنخاګانو په مد كښې 603 اربه لس كروړه روپۍ٬ د پنشن په مد كښې 451 اربه 40 کروړ روپۍ ??و د ځائي حكومتونو لپاره 857 اربه 40 کروړه روپۍ د بېلولو ??جو??ز لرو ۔ ده ووئيل د را??لونكي مالي كال په مهال د اے ډي پي حجم 842 اربه روپۍ ??جو??ز شوے كوم ??ې د پنجاب په تاريخ كښې لوئي پرمختيائي پروګرام دے او په ماضي كښې د اے ډي پي په مد كښې دومره لوئي پرمختيائي پروګرام نه دې ساتلے شوے كوم ??ې زمونږ د را??لونكي مالي كال د پنځه كلن انقلابي ترجيحات عكاس دے۔ ده ووئيل د سږ كال 655 اربه روپو د پرمختيائي ??جټ په نسبت دا ??جټ 28 فيصده زيات دے ??و د مجموعي پرمختيائي ??جټ 33 فيصده سوشل سېكټر٬ 29 فيصده انفراسټرکچر، 13 فيصده پيداوري څانګې ??و د خدمات څانګې لپاره 5 فيصده د بېلولو ??جو??ز دے او نورو پروګرامونو او خاص اقدامات لپاره 20 فيصده پرمختيائي ??جټ د بېلولو وړاندېز لرو ۔ د خزانې صوبائي وزير ووئيل د پنجاب د را??لونكي مالي كال په ??جټ كښې د تعليم، صحت، واټر سپلائي اينډ سيني ټيشن، وويمن ډويلپمنټ، سپورټس اينډ يوتھ افيئرز، بهبود آبادي ??و د سماجي تحفظ غوندې مهمې سماجي څانګې لپاره په مجموعي توګه 280 اربه 65 کروړ روپۍ ريکارډ پرمختيائي روپۍ بېلول دي كومې چې د مالي كال د ??جټ 33 فيصد دي ۔