اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي چې حکومت بر??مدات تر 60 اربه ډالرو رسولو لپاره هڅې كوي٬ تر كال 2028 به دا هدف ترلاسه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف لخوا جوړې كړې شوې د لوړې كچې كمېټۍ د پرانستې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د تجارت وزير ووئيل ټېرف سمولو پلو پام ګرځولے شوے دے چې مقصد ئې تر 28-2027 60 اربه ډالره بر??مدي هدف ترلاسه كو دي۔ ده ووئيل دا عمل ګړندې كولو لپاره درې ذيلي كمېټۍ جوړ كړې شوې دي ذي??ي کميټۍ به مركزي كمېټۍ ته سفارشات وړاندې كوي او مركزي كمېټي به د دې نه وروسته وزيراعظم ته حتمي رپورټ وړاندې كوي ۔ په غونډه كښې د صنعت او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او ?? خزانې دوهم وزير علي پروېز ملک د تجارت د وزير نقطه نظر سره اتفاق وكړو۔