اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دې پاکستان په هند كښې د تا??کارې موادو په غلا او د دغې په غېر قانوني خرڅون او بيا بيا د پېښو په رامخې ته كېدو ??اپ??رونو سخته اندېښنه څرګنده كړې ده۔ په هند كښې د تا??کارۍ موادو سره د يو ګېنګ په نيولو د پاكستان په غبرګون په اړه د پوښې په ځواب د خارجه دفتر وياند?? د ??هې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل ??ه تا??ه پېښه كښې يوه ډېره تا??کاره او زهريلا ماده “کيليفورنيم” په غېر قانوني توګه د يوې ډلې په قبضه كښې موندلې شوې چې ماليت ئې سل ملين ډالره دے، په كال 2021 كښې د کيليفورنيم د غلا درې پېښې هم رپورټ شوې وې، تېره مياشت پنځه كسان د بھابھا اټامک ريسرچ سينټر (بي اے آر سي) څخه د غلا شوې تا??کاره ډيوائس سره په دهرادون كښې نيولې شوي وو۔ وياندې ووئيل بيا بيا رامخې ته كېدونكې پېښ?? د ??وي ډيلي لخوا د اتومي او نورو تا??کاره موادو حفاظت لپاره په پورته كړ اقداماتو سواليه نشان دي۔ دې ووئيل دا پېښې په هند كښې د حساس او ډبل استعمالېدونكو موادو بېلك ماركيټ هم په ګوته كوي، نړيواله ورورولي د هند چارواكو څخه د دې خبرې په سنجيدګۍ سره د استفسار خواهش لري چې د کيليفورنيم غوندې خرڅ شوې تا??کاره ماخذ (اېس آر اېس) مواد څنګه نيولے شوو كسانو سره په قبضه كښې وٶ۔ وياندې ووئيل ??ه هند كښې دا ډول د حساس موادو غلطو لاسونو ته تلل خطرناك معمول دے۔ دې ووئيل ??اكستان د دا ډول پېښو د بشپړه تحقيقات او د دې پېښو مخنيوي لپاره د مناسب اقداماتو د مطالبې پخلے كوي۔