اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وفاقي ک??بي??ې د چين پاکستان راهداري له مخې د مين لائن ون من??وبې اپ ګريډيشن لپاره په وړومبي پړاٶ كښې د مالياتي باور په حواله د خبرو اترو پېل كولو من??وري وركړې ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ترهګرۍ لعنت خاتمه او ترهګر د عبرت نشان جوړولو لپاره ټول قام عزم لري۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وفاقي ک??بي??ې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه ۔ وزيراعظم ک??بي??ه تېره ورځ د كوئټه خپلې دورې پحقله په اعتماد كښې وا??سته۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان كښې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو پشمول پوليس او د لېويز په استعداد كښې اضافه كوٶ٬ د ترهګرۍ لعنت خاتمه او ترهګر د عبرت نشان جوړولو لپاره ټول قام عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان صوبائي حکومت بلوڅ ځوانان په قامي چوكاټ كښې شاملولو او د دوي خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د ستائنې وړ اقدامات كوي٬ وفاقي حکومت به بلوڅو ځوانانو ته د نړيوال معيار تعليم او د پرمختګ يو ډول م??قع?? وركولو لپاره د بلوچستان حکومت بشپړه مرسته كوي، وفاقي ک??بي??ې د چين پاکستان راهدارۍ د کليدي من??وبې مين لائن ون اپګريډيشن لپاره د چين او پاکستان ريلويز ترمېنځه د اېم اېل ون په وړومبي پړاٶ مالياتي باور پحقله د خبرو پېل كولو من??وري وركړه۔ ک??بي??ې امر وكړو چې حتمي لوظنامه دې من??ورۍ لپاره بيا ك??بي??ې ته وړاندې كړې شي٬ دغسې ک??بي??ه د اقتصادي رابطه کمېټۍ د 29 اګست كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو۔