اسلام آباد۔4ستمبر (اے پی پی) وزيرا??ظم شهباز شريف وئيلي دي چې په سختو حالاتو کښې انساني ژوند بچ كولو له خپل ژوند په خطر کښې اچول زړورتيا ده، د خپل ژوند پروا نه ساتلو سره د سېلاب په چپه كښې د ګېر كسانو په بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب ټول قام وياړي۔ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيرا??ظم شهباز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان په قلعه عبد الله سيمه كښې په سېلابي چپه كښې د ګېر شويو كسانو بچ كوؤنكي اېكسكوېټر ډرائيور محب الله سره خبر?? كښې وكړه۔ وزيرا??ظم محب الله ته 25 لكه روپۍ انعام وركړو او دده ماشومانو لپاره يۍ د وېړيا زده كړو او نورو آسانيو اعلان هم وكړو۔ وزيرا??ظم محب الله ته وزيرا??ظم هاؤس ته په راتللو هركلے ووے۔ وزيرا??ظم د ده د بشري ځانونو د بچ كولو جذبه وستائله۔ په ملاقات كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه ٬ د وزيرا??ظم د يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ٬ د وزيرا??ظم د ماحولياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم ا?? اړوند چاروكي موجود وو۔ وزیرا??ظم ووئيل زما په شمول ټول قام په تا وياړي۔ انسانيت سره ستا د مينې د جذبې قدر كوم۔ وزیرا??ظم ووئيل ته د قام اتل يې٬ همت سره دې قيمتي بشري ځانونه بچ كړل۔ په داسې سختو حالات?? كښې خپل ژوند خطر سره اچول او انساني ځانونه بچ كول د زړورتيا او مړانې كار دے۔ وزيرا??ظم د محب الله د زړورتيا اعتراف كښې ده ته د حكومت لخوا 25 لكه روپۍ انعام وركړو۔ وزيرا??ظم د محب الله ماشومانو لپاره تر پوهنتون كچې د وېړيا زده كړو او دده كورنۍ له د روغتيا وېړيا آسانيو اعلان هم وكړو۔ په دې موقعه محب الله وزيرا??ظم سره خبر?? كښې ووئيل تاسو سره ملاقات ما لپاره د لويې درناوي خبره ده۔ ده ووئيل د خلكو د ځانونو بچ كولو په وخت ما كله دا سوچ كړے نه وو چې دا خبره په ګرد هېواد كښې دومره خپره شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم ا?? د حكومت مننه كوم چې هغه زما د دغې ګام ستائنه وكړه او ماته يۍ خپل قيمتي وخت راكړو۔ ده زياته كړه چې په دې درناوي او ډاډګيرنه زه د وزيرا??ظم مننه كوم۔