اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې زراعت د عصري تګلارو له مخې كول د وخت اهم ضرورت دے، زرعي تعليم او ت??قي?? د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سي پيك له مخې په زرعي څانګه كښې د زرعي پوهانو چين ته تربيې لپاره د لېږ??و په اړه د غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي وزير رانا ت??وي?? حسېن او د خوراك او زراعت وزارتونو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ احسن اقبال ووئيل مونږ بهترين وسائل او ??ذه??ن لرو٬ په زرعي څانګه كښې د جديد ټيكنالوجي د استعمال د لارې پېداوار زياتېدې شي٬ هيله لرؤ چې دغه زر كسان به په هېواد كښې د زرعي انقلاب معماران جوړ شي۔ وفاقي وزير رانا ت??وي?? حسېن ووئيل په زرعي څانګه كښې پرمختګ د وزيراعظم په ترجيحاتو كښې شامل دے، د زراعت څانګې هدفونه به ترلاسه كولې شي٬ په زراعت كښې د كر روايتي طريقه به بدلولې شي۔