اسلام آباد۔24ستمبر (اے پی پی) په انسټی ټیوټ آف سټریټجک سټډیز (آئي اېس اېس آئي) كښې “د پاکستان آثار قدیمه او تهذیبی ورثې” سرخط ??ان??ې نړيوال كن??رنس په 30 ستمبر كيږي۔ د جاري شوي بيان له مخې د پخوانو تهذيبونو د مركز په توګه پاکستان زرګونه كاله پخوانۍ ګڼ اړخيزه ورثه لري په كومه ك??ې چې د وادی سندھ تهذیب او د بدھ مت ګندھارا تهذیب شامل دے۔ پاكستان په موهنجو داړو او هړپه او په پخوانو تاريخي ښارونو ټېکسلا، سوات او تخت بھائی كښې د آثار قديمه مشهور ځايونه لري ٬ دغسې د وادي سندھ تهذيب د پخوانو مصري تهذيبونو همزولے ؤ۔ د 6 آثار قديمه عجائبات د يونېسكو نړيوالې كلتوري ورثې سائتس په توګه نامزد كړې شوي دي۔ د بيان له مخې نړيوال كن??رنس به پالېسي خبرو لپاره د يو پلېټ فارم په توګه كار كوي۔ په كن??رنس كښې ګډون كوؤنكي به د سېلګرۍ د ماډلز او نړيوالو غوره تګلارو بشپړه تجزيه كوي۔ د كن??رنس مقصد د پاكستان د آثار قديمه او تهذيبي ورثې نړيوال اهميت په ډاګه كول او دا تد تلپاتې سېلګرۍ پرمختګ لپا??ه متحرك كول دي۔