اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د كورونو صارفينو ته د ګاز وركرې د كمي شكايت خبر اغست?? سره هدايت كړے چې د ژمي كښې د كورونو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه باوري كړئ٬ د سسټم په ساخت كښې دې اصلاحات وكړې شي دغسې چې دا مسئله په ??ست??ل بنيادونو حل كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخو د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د ګاز وركرې د جاج اغستو غونډه وشوه۔ وزیراعظم د كورونو صارفينو ته د ګاز رسنه كښې د كمي شكايتونو نوټس اغستل?? سره ووئيل په ژمي كښې د كورونو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه باوري كړئ۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د سسټم په ساخت كښې دې اصلاحات وكړې شي دغسې چې دا مسئله په ??ست??ل بنيادونو حل كړې شي ٬ د كورونو صارفينو ته د ګاز رسولو ته ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه ك??ي۔ وزیراعظم ته په دې موقع بريفنګ كښې ووئيل شول په سسټم كښې سرپلس آر اېل اېن جي موجود ده چې ورسره په ګېس لوډ مېنجمنټ كښې د تېر كال په مقابل كښې زيات ښه والے رامخې ته شوے٬ د تېر كال په مقابل كښې سږ كال لوډشېډنګ كم شوے ۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د كورونو صارفينو ته سهار 5 بجو څخه د شپې تر 10 بجو ګاز وركړې كېږي٬ پاور سېكټر ته هم ګاز د غوښتنې له مخې وركو??ې شي۔ بریفنګ كښې دا هم ووئيل شول چې د اېس اېن جی پی اېل شکایتونو حل كولو شرح 93 فيصد او د اېس اېس جی سی 79 فیصد ده۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چي??ه ٬ د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک، د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوند?? سركاري چارواكو ګډون وكړو۔